نړیوال کریکټ

بنګله دېش لوبغاړو زړونه د کرونا په مقابل کې صبر نه شول

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پوره ۲۷ لوبغاړو د یوې میاشتې نیمايي معاش د دغه وژونکي ویروس سره د مبارزې لپاره د خپل هیوادولو سره د مرستې لپاره وقف کړي دي.

په ټوله کې ۲۷ بنګله ديش کرکټرانو ۳۰ لکه تاکايي یا بنګله ديشي روپۍ د کمک یا مرستې په ډول د ناروغو کسانو د تداوی لپاره په واک کې ورکړي دي.

د بنګله ديشي لوبغاړو میاشتنی معاش د کټګوریو په اساس، لږ تر لږه زیات معاش ۴۵۰ زره تاکايي روپۍ دی او کم معاش یې ۱۰ زره تاکايي روپۍ دی.

لدې وړاندې مشهورو فوټبالرانو لیونل میسي،کريسټاینو رونالډو، همداشان شین وارن،ریوي بوپرا هم تر خپل وس او توان لپاره د پیسو مرستې کړي دي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې