دلوبغاړو په اړه

بابر اعظم له خپل کور څخه تمرین ترسره کوي

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې توپ وهوونکی او په شل اورېز فارمټ کې د نړۍ لومړۍ نمبر توپ وهوونکی بابر اعظم په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ باندې یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې نوموړی لیدل کېږي او له خپل کور څخه تمرین کوي.

هغه په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ کې له یادې خپرې کړې ویډیو سره لیکلې دي چې، په کور کې پاتي شئ او له کور څخه تمرین وکړئ او له مینه والو یې پوښتې دي چې دوی څنګه رخصتې تیروې په کورونو کې او هیله یې څرګنده کړه چې په کورونو کې پاتی شئ او خپل ژوند مو خوندي کړئ.

بابر اعظم ویډیو دلته ټوېټر کې وګورئ

د یادونې وړ ده چې کورونا ویروس په پاکستان هېواد کې هم په ازاده توګه خپلې منفې اغیزې څرګندې کړې دي او د یاد هېواد پر لیګ یې هم اغېزه وکړه چې لیګ پاتې وروستۍ سیالۍ تر نا معلومې نیټې پورې وځنډول شوي.

په پاکستان کې ټولو لوبغاړو ته سپارښتنه شوي ده چې له کورونا وژونکي ویروس سره مبارزه وکړي او په کورونو کې پاتې شې او د یاد ویروس په تړاو اړین اقدامات ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې