نړیوال کریکټ

کرېک انفو او د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام پای لوبه!

د کرېکټ لپاره جوړه شوې وېب پاڼه کرېک انفو د کرونا ویروس د پراختیا وروسته همدا شېبه د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام پای لوبه بال پر بال خپروي،دغه لوبه نږدې ۲۸ کاله وړاندې په مېلبورن کریکټ لوبغالي کې د پاکستان او انکلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه.

دا لوبه وروسته له هغې په تکراري بڼه خپریږي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس پراختیا په چټکۍ سره روانه ده چې له همدې امله یې په ټولو هېوادونو کې د کریکټ سیمه ییزې او نړیوالې لوبې ځنډولي دي.

دغه لوبه چې دا مهال په “کریک انفو ویب پاڼه” کې په ژوندۍ بڼه خپریږي خلکو ته یې پخواني یادونه راپه زړه کړي دي او هغه لوبغاړي چې په دغو دوو لوبډلو کې نږدې درې لسیزې وړاندې لوبېدلي یو شمېر یې اوس روزونکي، مبصرین او سیاست ته تللي دي، خو یو شمېر یې ژوند هم بایللی دی.

روانه لوبه د کرکټ مینوالو ته هم په زړه پورې او جالبه بریښي، خورا زیات لیدونکي لري او په ټویټر هم ګڼ شمېر خلکو د دې لوبې په تکرار بڼه خپریدو سره ګڼ ټویټونه کړي دي.

د نړیوال جام دا پای لوبه چې پخوا په (۱۹۹۲) کال کې د پاکستان او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه د پاکستان د اوسني لومړي وزیر عمران خان په لوبډلمشرۍ کې پاکستان ګټلې وه.

د کریک انفو د معلوماتو له مخې پاکستان په دغې لوبه کې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ټاکلی و.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې عمران خان چې اوس د دې هېواد لومړی وزیر دی هغه مهال د لوبډلې کپتان هم بلل کېده، خورا ښه توپ وهنه یې وکړه نوموړي ۷۶ منډې وکړې ورسره جاوید ماینداد ۴۸، رمیز راجا ۸، انظما م الحق ۴۵ منډې ډیرې کړې وې.

د انګلستان لپاره په توپ اچونه کې ډیریک پینګل درې مهم لوبغاړي سوځولي و.

د پاکستان له لوري ټاکل شوی د ۲۵۳ منډو هدف په پنځوسو اورونو کې انګلستان پوره نه کړ او په ۲۲۷ منډو کې ټوله لوبډله په ۴۹،۲ اورونو کې وسوځېدل چې یاده سیالی یې پر ۲۲ منډو بایلوده.

د انګلستان لپاره هغه مهال نیال فایربرودیر ۶۲ منډې کړې وې، لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله، خو د پاکستان لپاره مشتاق احمد درې لوبغاړي وسوځول او خپلې لوبډلې ته یې لوبه او نړیوال جام وګاټه.

د نړیوال جام دا پای لوبه ۲۸ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۹۹۲ کال د مارچ پر ۲۵ مه نېټه ترسره شوې وه چې نن یې په تکرار بڼه د خپریدو سره سم ګڼ شمېر پخوانیو لوبغاړو او مینوالو ته تېر تاریخ ور یاد کړ.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ د نړیوال جام دغې پای لوبې ته شاوخوا ۸۷ زره او ۱۸۲ مینوال هم میدان ته راغلي و چې لوبه یې له نږدې وڅارله.

د دې نړیوال جام د ګټلو وروسته د پاکستان اوسني لومړي وزیر او د لوبډلې پخواني لوبډلمشر عمران خان ټرافي په خپلو لاسونو کې پورته کړه او په لوبغالي کې خورا ډیره خوښي وکړه.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې