دلوبغاړو په اړه

ډېل سټېن د نوي کنټریکټ لیست څخه بهر کړل شوی

سويلي افریقا کرکټ بورډ تیره ورځ د لوبغاړو سره د معاش نوی کلنۍ تړون (۲۰۲۰-۲۰۲۱) اعلان کړ،چې د یادې لوبډلې مخکښ او تجربه کاره توپ اچونکی ډېل سټېن پکې د لیسټ څخه بهر شوی دی.

سټېن د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې یو له تجربه کارو او چټکو توپ اچوونکو شمیرل کيږي،نوموړی د زیاتې مودې راهیسې د اوږې د ټپونو له کبله د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې څخه لیرې پاتي شوی، نوموړي ته پدې وروستیو کې هم په سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډله کې ځای ورکړل شوی وو،خو د لوبو پر مهال د پخوانیو ټپونو سره د مخ کيدو له کبله د سيالیو بهر شوی.شاید همدا لامل وي چې سويلي افریقا کرکټ بورډ نوموړی د معاش کلني تړون څخه ایستلی دی.

د سويلي افريقا کرکټ بورډ لخوا د لوبغاړو سره د معاش نوي کلني تړون کې ۱۶ نارینه لوبغاړي او ۱۴ ښځینه لوبغاړې شاملې دي.

د معاش په کلني نوي تړون کې په لومړي ځل بیورن هنډریکز ته ځای ورکړل شوی دی. همداشان الروانډر ډواینی پريټوریس،رسی ون ډر ډوشن ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د سويلي افریقا کرکټ بورډ مرستیال اجرایوي مشر ډاکټر جیکش فؤل ويلي،په نوي کلني قرارداد کې،مونږ ۱۶م لوبغاړي ته ځای پریښودلی او کوم لوبغاړی چې ښه کارکردګي وکړي،کولی شي چې په کنټریکټ لیست کې ځای خپل کړي.

د سويلي افریقا کرکټ بورډ لخوا د لوبغاړو سره د معاش نوي کلني تړون لیست کې: ټیمبا بووما،کوینټن ډي کاک،فاف ډوپلیسي،ډېن الګر،بیورن هنډریکز،کیشاف مهراج،ايډن مرکرم،ډيویډ مېلر،لونګي نېګېدي،انريچ نارجی،اندایل پهلکوایو،ډواین پریټوریس،کېګسو رباډا،تبریز شمسي او رسي ون ډر ډوشن شامل دي.

ښځینه لوبغاړې: تریشا چېټي،ندین ډي کلارک،مګنن ډو پریز،شبنم اسمعيل،سېنالو جفټا،میرازني کاپ،ایابونګا خاکا،ماسبتا کلاس،لیزلي لي، سوني لوس،تومي سکوخونا،چولي ترایون، ډن ون نیکرک او لورا ولوارډ.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې