نړیوال کریکټ

پاکستاني کریکټران د کورونا سره مبارزې پر وړاندې له بورډ سره ۵ ملیونه مرسته کوي

د پاکستان مرکزي قراردادي کریکټران به د COVID-19 وبا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ملي حکومت اضطراري فنډ کې ۵ ملیونه روپۍ مرسته وکړي. د پاکستان کریکټ بورډ رئیس احسان ماني د چهارشنبه په ورځ وویل چې د مرکزي قراردادي لوبغاړو سربیره چې پنځه ملیونه روپۍ مرسته کوي، د بورډ کارکوونکي به د مدیر تر رتبې پورې د دوی د یوې ورځې تنخواه ګرځول کېږي او بورډ ته به ورکول کېږي.

هغه څوک چې د عمومي مدیرانو په توګه ګمارل شوي یا په لوړو پوسټونو کې دنده پر مخ وړي. د دوه ورځو معاش به ور څخه اخیستل کېږي او فنډ (پاکستان کریکټ بورډ خیریه) بنسټ ته به ورکول کېږي.

د راپورنو له مخې چې پاکستان کریکټ بورډ دا ټولې مرستې راټولې کړي او د دولت کورونا ویروس فنډ ته به یې وسپاري. د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د وژونکي ویروس ۱۰۰۰ مثبت پیښې ثبت شوي دي.

په ورته حال کې د پاکستان کریکټ بورډ عمومي رئیس احسان ماني داسې وویل:

“دا د کریکټ بورډ تاریخ دی چې موږ تل په سختو وختونو کې د دولت تر څنګ ودرېږو. هغه همدغه راز زیاته کړه، که څه هم کریکټ د ویروس خپریدو له امله ګډوډ شوی خو دا د ملت لپاره خورا مهمه ده چې د دولت تر څنګ ودریږي او د وبا په جریان کې ټول احتیاطي ګامونه پورته کړي.”

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې