نړیوال کریکټ

نړیوال ټېسټ سیالۍ ممکن بیا له سره مهالوېش شې

د کورونا ویروس چې په ټوله نړۍ کې یې سپورټ باندې خپله منفې اغېزه څرګنده کړې ده او د دې لامل شوی دی چې د لوبډلو سیرزونه لغوه یا هم وځنډوې. چې له دغو څخه یو هم د نړۍ مشهوره لیګ اي پي ایل دی. چې د اپرېل تر ۱۵ مې نیټې پورې نوموړی لیګ وځنډېد.

اوس تازه آي سي سي راپور ورکړی دی چې ممکن د ټېسټ کریکټ لوبو اتلولۍ فاینل چې راتلونکی کال کوربه توب هم کیدلی شې یا مهالوېش بدل شې او یا هم وځنډېږي.

ټاکل شوي ده چې ۲۰۲۱ کال جون میاشت کې د ټېسټ لوبې اتلولۍ پایلوبه په لاردز لوبغالي کې ترسره شې. د یادونې وړ ده چې د آي سي سي ټېسټ اتلولي تیر کال د نړیوال جام پای ته رسېدو وروسته پیل شوه.

دا چې ډیری لوبډلو خپلې لوبې لړۍ لغوه کړې او یا یې هم وځنډولې نو اوس یې پر اي سي سي هم فشار راوړی چې دوی خپل مهالوېش کې یا بدلون راولي او یا هم ټېسټ اتلولۍ فاینل لغوه کړې.

بل لوري ته د سیډني مارنینګ هیرالډ په وینا ، “اوس مهال آي سي سي موږ ته د نړیوال ټېسټ اتلولۍ په اړه شته امکانات په پام کې نیسي او هیڅ پریکړه نه ده شوې.”

داسې ګنګوسې هم شتون لري چې د آي سي سي نارینو شل اورېز نړیوال جام ۲۰۲۰ ممکن وځنډول شي یا لغوه شي. ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د اکتوبر په میاشت کې پیل شي. که څه هم اکتوبر ډیر لرې دی، خو لا څرګنده نه ده چې څومره وخت به ټوله نړۍ له دې کورونا وبا ویروس سره سپورټ نړۍ مبارزه کوي.

اوس مهال هندوستان د ټېسټ سیالیو نمرو جدول کې د ۳۶۰ امتیازونو سره مخکښ دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې