نړیوال کریکټ

ای سي سي هم کرونا موزېر ویروس ته تسلیم شوه

په نړۍ کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپریدو سره سم کرکټ نړیوالې شورا هم خپلو کارمندانو ته اجازه ورکړې چې له خپلو کورونو څخه دندې پرمخ یوشي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویاند ويلي،د نورې نړۍ په څير کرکټ نړیوالې شورا هم د خپلو چارواکو لارښوونې تعقيبوي او ډیری کارمندان یې اوس هم له خپلو کورونو دندې پرمخ وړي.

نوموړی ویاند زیاتوي،دوی ته هم د خپلو کارمندانو روغتیا او هوساینه لومړيتوب لري.

هغه وویل: ((ای سي سي هم د نورو هیوادونو په څير د خپلو چارواکو لارښوونې تعقيبوي.زمونږ کارمندانو ته امر شوی چې خپلې ورځنۍ دندې خپلو کورونو څخه پرمخ یوسي. مونږ ته هم د خپلو کارکوونکو ژوند لومړيتوب لري.))

د يادولو وړ ده چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د ۱۴ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او له ۳ لکه ۴۰ زرو څخه زیات کسان پدې ناروغۍ اخته شوي.

د نورو سپورټي لوبو ترڅنګ کرکټ لوبې هم ددغه ویروس له کبله متأثره شوي دي.

 لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې