نړیوال کریکټ

آي سي سي د کورونا ویروس له امله د نړیوال جام کوالیفایي وځنډوله

د کریکټ نړیوالې شورا یا آي سي سي اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام او ۲۰۲۳ پنځوس اورېز نړیوال جام ټولې کوالفايي سیالۍ چې ټاکل شوې وې د جون ۳۰ مې نیټې څخه وړاندې ترسره شوې وې د کوېډ ۱۹ وبا ناروغۍ له کبله وځنډول شوې.

آي سي سي وروسته له هغې د نړیوال جام سیالیو کوالیفایي وځنډولې چې کورونا وژونکي ویروس په پراخه توګه د کریکټ نړۍ ټکڼۍ کړې ده. د معلوماتو له مخې چې د کریکټ نړیوالې شورا آئي سي سي د غړو سره په ګډه او د اړونده حکومت او د عامې روغتیا چارواکو صلاح سره سم داسې پرېکړه وکړه.

د کریکټ نړیوالې شورا د پیښو عمومي مشر کریس ټاټلي داسې وویل:

ټولې پیښې د جون میاشتې تر پای پورې وځنډول شوې، او وروسته به حالت وکتل شې. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه او وویل، د لوبغاړو، چارواکو، کارمندانو او مینه والو روغتیا او خوندیتوب ته زموږ ژمنتیا زموږ د لومړیتوبونو څخه ده کله چې دا پریکړې کیږي او موږ باید د ټولو ښکېلو ګټو لپاره مسؤلیت په غاړه واخلو او د رسمي مشورې په واسطه رهبري شو”

کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپلې منفې اغیزې ثبت کړې دي او د کریکټ لوبو سربیره یې په نورو ورزشي سیالیو هم خپلې منفې اغيزې ثبت کړې دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې