نړیوال کریکټ

کیون پيټرسن ویلي هندوستانیان دې د لومړي وزیر پر خبرو عمل وکړي

د سویلي افریقا هیواد اوسیدونکی او د انګلستان کرکټ سر تمبه کرکټر (کیون پيټرسن) ویلي هندوستان هیواد دې باید د خپل لومړي وزیر په لارښونو عمل وکړې.نیریندرا مودي څه موده مخکې خپل ملت ته پيغام ورکړې و چې خپل کور کې پاتې شي ترڅو له ووژنکې ویروس څخه په امان کې پاتې شي.دا د هر وګړې دنده ده چې په خپل کور کې پاتې شي.هغه زیاته کړه چې اوس باید د نړۍ ټول خلک سره لاسونه ورکړې ترڅو د دغي وژونکې ناروغۍ مخه په ګډه سره ونیسو.او د نړۍ دغه بد ویروس له منځه یوسو.کروناویروس نه یوازې په هند بلکې په ټوله نړۍ اغیزه کړې ده. هر هیواد د وژونکي ویروس منفي اغیزو سره مخ دی.

او د پراخ انځور لیدلو لپاره ، د هند لومړي وزیر لخوا اخیستل شوی ګام تر هغه ځایه پورې درست دی ځکه همدا په اوسني وخت کې ترټولو غوره امنیت دی.مودي د سي شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ملت باید ۲۱ ورځي په کور دننه پاتې شي که د هر څه ضرورت و نو د پولیس د اجازې پرته دې اقدام نه کوي.پر دغه خبرو د انګلستان هیواد پخواني لوبغاړي کیون پيټرسن یو ټویټ په هندۍ ژبه کړې چې مینوالو ته یې پیغام ورکړې ترڅو د خپل وزیر خبرې ومنې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې