دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد حفیظ د پاکستان کرکټ بورډ خلاف خپل غږ پورته کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر محمد حفیظ په یو ټویټ کې د شرجیل خان څخه ملاتړ اعلان کړ او په کرکټ بورډ یې غږ وکړ چې نوموړی د لوبې په جریان کې یو فایټر لوبغاړی دی.که څه هم په شرجیل لا دمخه پاکستاني پخوانیولوبغاړو رمیز راج او شعیب اختر تونده نیوکه کړې وه.او د نوموړي پر خراب فیټنیس یې ډېر ژور بحث کړې و.شرجیل پاکستان کرکټ بورډ د څه مودې لپاره له هرډول کرکټ څخه د میچ فیکسینګ کولو په تور له لوبو منع کړې و.نوموړی یو ځل بیا د ۲۰۲۰ م کال
PSL


سوپر لیګ کې ولیدل شو چې په ۱۰ لوبوکې یې ۱۹۹ منډې جوړې کړې.اوس محمد حفیظ لیکلي پاکستان باید هغه استعدادونه پټ نه کړې چې هغه د لوبې پر جریان کې د هرډول لوبې صلاحیت لري.شرجیل یو با وقار او بهترینه لوبغاړی دی نو بورډ ورته باید پوره پاملرنه وکړې.د دې نظر سره د هندوستان مشهوره تبصره کوونکی اکاش چوپړا هم نظرې دی.هغه ویلي حفیظ سره زه موافق یم.د پاکستان په لوبډله کې محمد حفیظ یوازینې لوبغاړی دی چې هر وخت په پاکستاني بورډ باندې بغیر له ويرې نیوکه کوي.چې ښه مثال یې په ۲۰۱۵ م کال کې د محمد امیر بیرته ټیم ته راوستل و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې