دلوبغاړو په اړه

سکاټلینډی لوبډلمشر په کرونا ویروس اخته شوی

په نړۍ کې د کرونا ویروس د پراختیاسره سم نن د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ” مجید حق ” هم خبر ورکړ چې هغه په کرونا ویروس باندې اخته شوی دی.

نوموړې نن ویلي دي چې د هغه د کرونا ویروس ازموینه مثبته وبلل شوه چې په دغې ناروغۍ اخته شوی دی.

مجید حق په اصلأ کې پاکستانی دی خو د کرکټ په نړۍ کې د سکاټلینډ لوبډلې لپاره لوبېدلی دی،هغه په یو ټویټ پیغام کې لیکلي دي چې د کرونا ویروس تر مثبتې پایلې وروسته له روغتون څخه بېرته خپل کور ته ستنیږي”

هغه په ټویټ پیغام کې وړاندې لیکلي دي چې د روغتون له ډاکټرانو منندوی دی چې د ویروس د ډیریدو مخنیوی یې کړی دی او د هغه درملنه یې په ښه شکل کړې ده.

مجید زیاتوي چې د ناروغۍ پر مهال ورته ډیری خلکو د ډاډ ګیرنۍ پیغامونه استولي دي او د همکاریو ډاډ یې ورکړی چې له همدې امله هغه هم ډاډه دی چې ژر به له کرونا ویروس څخه وژغورل شي.

مجید حق د سکاټلینډ ملي لوبډلې لپاره د ۲۰۰۶ کال څخه د ۲۰۱۵ کال پورې کریکټ کړی دی چې د دغې مودې پر مهال یې ۵۴ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ او ۲۴ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي.

مجید حق اوس د سکاټلینډ لوبډلې سره مل نه دی نوموړي خپلې وروستۍ لوبې په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې ترسره کړې چې په زړه پورې سیالۍ ننندارې ته وړاندې کړې.

د يادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د ۱۴ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او له ۳ لکه ۴۰ زرو څخه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې