نړیوال کریکټ

رېکي پونټینګ ویلي د کيپتانۍ وروسته یې ډېر زیان ولید

د استرالیا هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی (رېکي پونتينګ) ویلي ما چې کله کيپتاني پريښوده نو ما ډېر زیات تاوان وکړ.هغه وخت مناسب و چې ما باید د کيپتانۍ څخه استعفا کړې وی او د یو عادي لوبغاړي پڅېر مې لوبې ته ادامه ورکړې وی.دلته ډېر لوبغاړي راتلل چې باید روزنه ورکول شوې وی نو پر همدې موخه زه په لوبډله کې د څه وخت لپاره پاتې شوم.ماغوښتل ډاډ ترلاسه کړم چې مایکل (کلارک) د غوره کیپتان کیدو لپاره کافي وخت درلود چې هغه په ​​راتلونکي کې د استرالیا لپاره یو ښه لوبډلې مشر پاتې شي.

رېکي پونټینګ په ۲۰۱۳ م کال کې د کرکټ له ټولو فارمټونو څخه تقاعد اعلان کړ.هغه د ممبې انډینز لپاره په ۲۰۱۴ م کال او ۲۰۱۶ م کلونو کې د روزونکې په حیث دنده ترسره کړه.او په ۲۰۲۰ م کال کې یې د دغې لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.د ده په لوبډلمشرۍ کې استرالیا په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ م کال کې نړیوال جامونه په پرلپسي ډول وګټل.رېکې په ۲۲۸ سیالیو کې د استرالیا لپاره ۱۶۲ میچونه ګټلي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې