افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد په ۲۰۱۸ م کال کې دوه نړیوال ریکارډونه ترشاه پريښودل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر راشد خان ارمان د مارچ په ۲۵ نېټه دوه ریکارډونه ترشاه پريښودل.راشد یوازیني افغان بالر و چې په کال ۲۰۱۸ م کال کې یې دوه ستر ریکارډونه جوړ کړل.هغه په ۱۹ کلنۍ کې د افغانستان لومړي افغان بالرو چې په ۴۴ لوبو کې سل ویکټې پوره کړې.راشد په نړۍ واله کچه لومړۍ افغان سوکه توپ اچونکی و چې په خپل کم عمر کې دغه ریکارډونه مات کړل.

راشد په ۲۰۱۸ م کال کې د مارچ په ۲۵ نېټه لومړۍ د استرالیایي میچل سټارک او ورپسي بیا د پاکستاني ثقلین مشتاق هغه ریکارډونه مات کړل چې کلونه کلونه به د دوی په نوم و.راشد خان ارمان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر دی چې په نړیواله کچه شهرت لرونکی لوبغاړی دی هغه دغه دوه ریکارډونه څو کاله وروسته مات کړل چې لا هم د نور هیوادونو د کرکټ لوبغاړي هڅه کوي چې دغه لقب خپل کړې اما لاتراوسه ندې بریالي شوې.یاده دې وي چې راشد خان ارمان په پنځوس اوریزه لوبوکې د کرکټ د نړیوالې شورا سره مناسب ځای نه لري خو په شل اوریزو لوبو کې د
icc
سره په درجه بندۍ کې لومړی مقام له ځانه سره لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې