دلوبغاړو په اړه

راشدخان هم سوریش رېنا ته زوی مبارکي وړاندې کړه!

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سوریش رېنا د دوشنبې په ورځ د زوی پلار شو او د نړۍ ګڼو مشهورو کرکټرانو د مبارکۍ ترڅنګ،افغان الروانډر راشدخان هم سورېش رېنا او د هغه میرمن پریانکا رېنا ته مبارکي وړاندې کړي ده.

راشدخان لیکلي: ((ډیر زیات د مبارک وي.))

د راشدخان سربیره سچن ټنډولکر،شعیب ملک،کامران اکمل او نورو ډیرو هندي لوبغاړو د مبارکۍ ترڅنګ،هغه ته د ښه ژوند هیلې څرګندې کړي دي.

د یادولو وړ ده چې سوریش رېنا په ۲۰۱۵ کال اپریل میاشتې په ۳مه نېټه د خپل کوچنیتوب ملګرې پریانکا چاودارۍ سره واده وکړ او په ۲۰۱۶ کال کې یې لور پیدا شوه.

ددغه نوي ماشوم په پیدا کیدو سره پخپله سوریش رېنا هم خوښي ښودلې او په هغه یې د ګریشیا کوچنی ورور (رأیو رېنا) نوم ایښی دی.

سوریش رېنا په وروستي ځل په ۲۰۱۸ کال جولاۍ میاشت کې د انګلیستان خلاف په یو ورځنیو لوبو سیریز کې برخه اخیستي وه،خو له هغې راهیسې نوموړي د هند لپاره لوبې ندي ترسره کړي.

رېنا په ای پي ایل سیالیو کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې په ګټه لوبیږي او د یادې لوبډلې لپاره یې زیاتې اتلوالۍ ګټلي دي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې