نړیوال کریکټ

د راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام په اړه وروستۍ پریکړه د مارچ په ۲۹مه نېټه ترسره کيږي

د کرونا ویروس د خپریدو له وجې راتلوونکی ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام سيالۍ هم په خطر کې شوي دي.

ټاکل شوي چې اووم پړاو نړیوال شل اوریز جام سيالۍ به د راتلوونکي اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه په اسټرالیا هیواد کې ترسره شي. دا چې کرونا ویروس د نړۍ په نورو هیوادونو کې مخ په چټکۍ روان دی،په اسټرالیا هیواد کې هم دغه ویروس مخ په پراخیدو روان دی او تردې دمه په دغه هیواد کې ۲زره کسان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.

د کرونا ویروس له ویرې اوس په یاد هیواد کې د راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام سيالیو د ترسره کیدل هم په خطر کې شوي دي،اسټرالیا حکومت ويلي دي چې دوی ته د خپلو خلکو ساتنه لومړيتوب لري.

د انډیان اکسپریس ورځپاڼې د خبر له مخې چې کرکټ نړیواله شورا به د اسټرالیا په کوربتوب راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام د ترسره کیدو يا د نه ترسره کیدو په اړه وروستۍ پریکړه د راتلوونکي مارچ میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کړي.

د یادې پاڼې د معلوماتو له مخې چې یاده ناسته به ۱۸ غړو هیوادونو د بورډونو ترمنځ چې ۱۲ یې ټيسټ هيوادونه دي،په انلاین يا ويډیويي کنفرانس له لارې ترسره شي.

که چيرې د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام سيالۍ وځنډیدې،نو دا به د هند په کوربتوب راتلوونکي ۲۰۲۱ کال اتم پړاو نړیوال شل اوریز سيالیو سره هم په ټکر کې واقع شي.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۲۰ کال او همداشان ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریزو جامونو کې افغان لوبډله شتون لري.

 لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې