دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د اسیا په کچه یولس غوره کرکټران

اسیایی هیوادونو د کرکټ په نړۍ کې غوره څېرې وړاندې کړي دي چې هریو له ځانه سره ښه ریکاډونه لري هندوستان،بنګلدیش ،پاکستان، او سریلانکا یو له هغه هیوادونو څخه دي چېرې چې کرکټ په کلکه په مذهبي شکل تعقیب کيږي.چې له همدې کبله نړیوال یی حیران کړي او د کرکټ په برخه کې دغه هیوادونه ستایل کيږي.
اسیایی کریکټران تر ډېرې مودې راهیسې په دغه لوبې باندې تسلط لري. نوله همدې امله په نړۍ کې ډېر مینوال لري .د دې لوبغاړو له ډلې څخه یې سچن ټنډولکر دهندوستان هغه نامتو لوبغاړی دی چې له څېرې اوریکاډونو سره یی دکرکټ ډېر شمېر مینوال اشناء دي.نوموړي دهندوستان لپاره په څلورویش کلن کرکټ کې داسې ریکاډونه جوړ کړي چې ترننه پورې ده نړۍ ډېری لوبغاړي تر اجز دي.چې د ریکاډونو له جملې څخه تر ټولو ډېرې منډې ۱۸۴۲۶جوړول دي چې د نړۍ هيڅ یو لوبغاړي تر دې دمه نه دې ماته کړی.په دوهم قدم کې سنت جیا سوریا چې دسریلانکا پیلیز توپ وهونکی او توپ اوچونکی دی چې دسریلانکا لپاره یې په خپل کړي کرکټ کې ۳۲۳ویکټې او۱۳۳۴۰منډې جوړېکړي چې دا یی دځان لپاره ویاړ بولي په دريم ځای کې اوسنی هندي کيپتان ویراټ کوهلي دی چې په درې فارمټونو کې په لس ټاپ لوبغاړوکې همیش لیدل کیږي.د اسیا په کچه څلورم لوبغاړی سریلانکایي کیڼ لاسی توپ وهونکی کومار سنګاکارا دی چې هغه په پنځوس اوریزه لوبو کې ۱۴۲۰۰ منډې جوړې کړې دي چې پنځوس اوریزه لوبو کې ترټولومهم لوبغاړی دی.پنځم توپ وهونکی بیا ایم ایس ډوهنې دی چې په اسیایي هیوادونو کې ترټولو مخکښه څېره ده.او د اسیا ترڅنګ په نړیوال کرکټ کې هم د پام وړ سیالۍ ترسره کړې دي.شپږم لوبغاړی بیا د بنګله دیش هیواد څخه شکیب الحسن دی شکیب د اسیا په کچه هغه لوبغاړی دی چې په توپ وهنه کې ۳۳۲۶ منډې لري او ترڅنګ یې په توپ اچونه کې ۲۶۰ ویکټې هم له ځانه لري.اووم د پاکستان هیواد نامتو کرکټر عمران خان دی هغه د پاکستان هیواد لپاره په خپله کيپتانۍ کې نړیوال جام هم وګټه.

عمران د پاکستان لپاره په پنځوس اوریزه لوبو کې ۳۷۰۹ منډې ترلاسه کړې.او ترڅنګ یې ۱۷۲ ویکټې هم ترلاسه کړې.اتم لوبغاړی هم د پاکستان هیواد څخه وسیم اکرم دی وسیم د پاکستان لپاره لومړی بالر و چې په پنځوس اوریزه لوبو کې ۴۰۰ ویکټې ژر ترلاسه کړلاي.هغه د پاکستان لپاره یوازیني بالر و چې په ټول کرکټ کې یې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.نهم لوبغاړی وقار یونس دی چې د پاکستان لپاره یې په ۲۶۲ میچونو کې ۴۱۶ ویکټې اخیستې.لسم بیا سوکه توپ اچونکی سریلانکایي متیو مورلیدرن دی هغه د سریلانکا هیواد جادوګر بالر و چې په نړیوال کرکټ کې شهرت لرونکی لوبغاړی و.هغه په ۲۰۱۰ کې ترټول ټاپ ترینه سپینر بالر و.نوموړي د سریلانکا لپاره د خپل کرکټ په تاریخ کې په پنځوس اوریزه لوبو کې ۵۳۴ ویکټې ترلاسه کړې.او په وروستي مقام کې بیا هندي فاسټ بالر زهیر خان دی زهیر د هندوستان لپاره په پنځوس اوریزه لوبو کې مهم او کلیدي بالر و.هغه په ۲۰۰ پنځوس اوریزه لوبو کې ګډون کړې وچې ۲۸۲ ویکټې یې پکې ترلاسه کړې وي.دا هغه یولس لوبغاړي و چې په پنځوس اوریزه سیالیو کې ټاپ او له نورو غوره و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې