دلوبغاړو په اړه

حشمت الله شهیدي مجبور شوو چې خلکو ته پیغام پرېږدي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکي ټولو افغانانو ته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي دي چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي پر موخه دې د ضرورت پرته له کورونو نه راوځي.

د کرکټ ملي لوبډلې مشهوره او مخکښ لوبغاړي حشمت الله شهیدي په خپل ویډيوي پیغام کې وایي، ” که چېرې د زړه، سرطان، سابندۍ، لوړ فشار او داسې نورې ناروغۍ لرۍ نو د دغې ویروس د خپریدو امکان مو زیات دی نو په دې توګه له خپلو کورونو مه راوځئ او د ویروس د انتقال مخنیوي وکړئ.”

د حشمت الله شهیدي وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې نورو لوبغاړو محمد نبي، حضرت الله ځاځي، اصغر افغان او قیس احمد هم ټولو افغانانو ته سپارښتنې کړي دي چې ګواکې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي وکړئ.

کرونا ویروس د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې خورا ډیره پراختیا پیداکړې ده چې د کرکټ نړۍ یې هم تر اغېزې لاندې راوستې ده.

یادولو ده چې د دې ویروس د پراختیا د مخنیوي پر موخه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د چارواکو سربیره د سینما او کرکټ ستوري هم خپل پیغامونه له خلکو سره شریکوي څو له جبري احتیاط څخه کار واخلي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې