نړیوال کریکټ

آېر ویلي د ليونل میسي څخه رونالډو غوره دی

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکې شاریس اېر څخه وپوښتل شو چې د نړۍ په کچه دوه مشهوره فوټبالرانو کې یو غوره کړې چې کوم یو یې د خوښې وړ لوبغاړی دی.له هغه څخه وپوښتل شو چې د فوټبال په نړۍ کې یې کریسټانو رونالډو او که لیونل میسي خوښیږي.نوموړي په ځواب کې ورته وویل زه له رونالډو سره مینه لرم او هغه د فوټبال د نړۍ غوره لوبغاړی دی.

همدا شان مخکې د هندوستان بل لوبغاړي ویراټ کوهلي هم ویلي و چې د لیونل میسي څخه رونالډو ډېر غوره او ښه لوبغاړی دی.آېر د منځنۍ لیکلې ترټول مهم لوبغاړی دی چې وخت ناوخت په ملي لوبډله کې لیدل کیږي.هغه د وروستي ځل لپاره په د نیوزیلینډ خلاف په لوبه کې ولیدل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې