نړیوال کریکټ

ګوتم ګمبیر له خپل ولس سره د ۵۰ لکو روپو مرسته کوي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه کیڼ لاسی توپ وهونکی ګوتم ګمبیر چې مخکې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی.اوس نوموړی د هندوستان په پارلمان کې برحاله وکیل دی.دا چې په نړۍ کې د کرونا ویروس مخ په زیاتو دی نو هر مخکښ لوبغاړی هڅه کوي چې د خپلو بي وزله هیوادوالو سره مرسته وکړي.ګمبیر هم اعلان وکړ چې د خپلو هیوادوالو سره به ۵۰ لکه هندۍ پيسې نغدې مرسته وکړي.هغه د ډهلي اعلی وزیر (ایروینډ ګاجریوال) ته یو لیک لیګلی چې په روغتونونو کې شاید پیسو ته اړتیا پېښه شي نو زما له شخصي اکاونټ څخه تاسو پیسې ترلاسه کولای شئ.

د ډهلي په روغتونو کې چې هرڅومره هغه مریضان راځي چې خپل لګښت نشي ورکولای نو د دې پيیسو څخه دې ګټه واخیستل شي.کرونا ویروس چې په نړۍ کې یې خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې د ستونزو ترڅنګ یې په نړیوال کرکټ هم بدې اغیزې غورځولي دي.هند هیواد د کرکټ په نړۍ کې بهترینه لوبغاړي له ځانه سره لري چې ګڼ شمېر یې د مرستو ډاډ د هندوستان حکومت ورکړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې