دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مرتضی ویلي ځوانان باید په خپل ځان ډېر پام وکړي

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی مشرفي مرتضی هم د کرونا ویروس په اړه یو صحي پیغام وړاندې کړ.مشرفي مرتضى له ځوانانو څخه غواړي چې خوندي اوسي او پخپل کور کې پاتې شي.دا د ځونانو لپاره غوره او ښه وخت دی چې په خپل کور کې پاتې شي.او خپل ځان په خپله وساتي.د کروناویرس په پایله کې ، مرتضی لومړی هڅه وکړه چې په بنګله دیش کې خپلو مینه والوته د خپل فېسبوک پروفایل له لارې د نړۍ د وضعیت په اړه خبر کړي.

کرونا وژونکې نارغي ده باید ځان تري وساتو.دغه پوسټ مرتضی په خپل رسمي اکاونټ په خپله بنګله دیشۍ ژبه کې کړې و.مرتضی د بنګله دیش لپاره ۱۹ کاله کرکټ ترسره کړې چې پکې کورنۍ او بهرنۍ لوبې هم شاملې دي.هغه په بنګله دیش لوبډله کې چټک بالر او نېمه الراونډر و او د بنګله دیش لوبډلې لپاره یو بریالی کيپتان ثابت شوې.د ده ترڅنګ مرتضی د یوې محکمې مهم قاضي هم دی چې د کرکټ ترڅنګ خپله دنده هم ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې