دلوبغاړو په اړه

سچن ټنډولکر وایي د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره يو کوچنى کار وکړئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى نامتو توپوهونکى سچن ټنډولکر وايي، چې د کورونا ويروس نه د مخنيوي لپاره يو کوچنى کار لازمي دى چې بايد موږ ټول يې وکړو.

د هند دغه پخواني نامتو توپوهونکي په خپل ټويټر باندې يوه کوچنۍ ويډيو خپره کړې ده او ويلي يې دي، چې موږ ټول د کورونا ويروس له امله ډېر په تشويش کې يو.

هغه زياتوي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر موږ بايد يو کوچنى کار وکړو او هغه دا چې خپل لاسونه بايد ژر ژر ووينځو. همدا راز هغه زياتوي، چې د خپل خونديتوب په خاطر خپل لاسونه په صابون پاک ووينځئ او همدا راز تر ٢٠ ثانيو پورې يې ښه پوره وموښئ.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله په هند کې هم سخت تدابير نيول شوي دي، ځکه په دغه هېواد کې هم کورونا ويروس خپور شوى دى، چې له امله يې نه يوازې دا چې د هند او سويلي افريقا يو ورځنۍ لوبې لغوه اعلان شوې، بلکې د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل هم وځنډول شو.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې