نړیوال کریکټ

سریلانکا کریکټ بورډ پرېکړه کړې چې ۲۵ ملیونه ډالرو مرسته خپل حکومت ته ورکړې

د سریلانکا کریکټ بورډ په دې وروستیو کې له کورونا وژونکي ویروس سره مبارزه پیل کړې ده چې اوس تازه یې پرېکړه کړې ده چې ۲۵ ملیونه ډالرو پر مرسته خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او له حکومت سره مرسته وکړي.

په ورته مهال کې د سریلانکا کریکټ بورډ (SCL) هم تائید کړې ده چې دغه مرسته به سمدلاسه د یاد هېوادوګ حکومت ته وسپارل شې چې تر څو د یاد هېواد وګړي د دغۍ وژونکي ناروغۍ څخه په امن کې پاتې شې.

د یادونې وړ ده سریلانکا کریکټ بورډ په خپل هېواد کې ټولې کورنۍ سیالۍ هم ځنډولې دي او د دوی پخوانی لوبډلمشر کومارا سنګکارا هم د یاد ویروس له امله قرنطین شوي دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې