نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې ډېر کارمندان به یې له کور څخه کار کوي

icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د ویرې له امله باید ډېرۍ کارمندان کورته ولیږي.دغه پرېکړه وروسته له هغې کیږي چې یو شمېر د کرکټ لوبغاړي په دغه خراب ویروس اخته شوې دې.د کرکټ بورډ اجرایوې رییس شاشانک منوهر.او اجرایوې رییس منوسواهني.ویلي دې مونږ هڅه کوو چې د ځنې مهمو کسانو لپاره داسي زمینه برابره کړو چې په کور دننه د کرکټ روانې چارې وڅاري.راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام ډېر مهم دی او باید په خپل وخت ترسره شي نو د دې لپاره لازمې ده چې مونږ باید ټول تدابیر په نظر کې ونیسو.دا چې د کرکټ ټول ټورنمینټونه وځنډول شو او نړیوالې لوبې هم د څه وخت لپاره دریدلي دي هیوادونه په دې لټه کې دې چې د مناسب وخت لپاره پاتې سیالۍ بیا د سره ترسره کړي.د کرکټ د نړیوالې شورا ویاند ویلي زمونږ ډېر کارکوونکې له کور څخه کار کوي او دا د دوی لپاره مناسبه پرېکړه ده.

زموږ لومړیتوب دا دی چې د کارمندانو روغتیا او هوساینه خوندي کړو پداسې حال کې چې په بشپړ ډول فعال پاتې شو. دا ټیم د بشپړ کار ظرفیت لري.
icc
په تېر کې ویلي و چې راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام چې د اکټوبر په میاشت کې ترسره کیږي په خپل وخت به ترسره شي او هیڅ کوم بدلون به پکې ونه لیدل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې