
بابر اغظم غوره دی که استرالیایي سټیو سمیت؟
د کرکټ په دونیا کې دوه ستورې لوبغاړي چې یو یې له پاکستان څخه دی او بل یې بیا د استرالیا څخه دی د دواړ په توپ وهنه کې جلا خوند لیدل کیږي.بابر بیا د پاکستان څخه او سټیو سمیت بیا د استرالیا څخه مهم لوبغاړي دي.په دې اړه د نړۍ مخکښ پخوانې لوبغاړي (براډ هوګ) خپل نظر شریک کړې.د براډ څخه وپوښتل شو چې بابر ښه دی که سمیت؟هغه یې په ځواب کې ویلي د سمیت څخه بابر غوره دی سمیت د ټیسټ او پنځوس اوریزه کرکټ په دونیا کې یو مهم لوبغاړی دی خو بابر بیا د شل اوریزه پنځوس اوریزه او د ټيسټ فارمټ د نړۍ بهترینه لوبغاړی دی.

براډ ویلي بابر اوس د نړۍ په درې واړه فارمټونو کې مخکښ لوبغاړی دی او د اوس لپاره د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې کيپتان دی.هوګ زیاتوې بابر ځنې ښه خوبیانې لري چې هغه د نړۍ په کرکټرانوکې ډېرې کمې لیدل کیږي بابر یواځنې لوبغاړی دی چې په کور دننه او دباندې په درې واړه فارمټونو کې مهمه لوبه ترسره کوي.