دلوبغاړو په اړه

هغه ۵ توپوهونکي چې په يو ورځنيو سياليو کې ډېر ځل په صفر سوځېدلي

په صفر سوځېدل د يوه توپوهونکو لپاره ډېره ښه خبره نه وي، ځکه نه يوازې دا چې د هغه په ځان باور خرابوي، بلکې د غوراوي کمېټه هم د هغه په اړه بيا برخې برخې کېږي او په لوبډله کې يې شاملول يو څه ګرانېږي هم.دا هم ډېره ګرانه او مهمه خبره وي، چې يو توپوهونکی دې په صفر له سوځېدو وروسته په راتلونکې لوبه کې یو ځل بيا خپله وړتيا ښکاره کړي او ثابته کړي چې هغه هر ځل کم بېک کولای شي، خو بيا هم هېڅ توپوهونکی نه غواړي چې په صفر وسوځېږي او د سترو توپوهونکو په صفر سوځېدل بيا د توپ اچونکې لوبډلې لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره وي.سانت جی سوريا (۳۴)د سريلانکا لوبغاړی سانت جی سوريا يو له بهترينو توپوهونکو څخه دی، هغه تل په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې ده او هر کله چې به توپوهنې ته راوتلو، نو د توپ اچونکو لپاره به سخته وه چې هغه په اسانۍ وسوځوي او همدا راز نوموړي ډېری توپ اچونکي ښه ټکولي دي.جی سوريا د خپل هېواد لپاره ۴۴۵ لوبې ترسره کړي دي او د ۳۲.۳۶ په اوسط سره يې ۱۳۴۳۰ منډې کړي دي، چې ۲۸ سليزې او ۶۸ پنځوسيزې هم په خپل نوم لري. همدا راز نوموړي د توپ اچونې په برخه کې هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده او ۳۲۳ توپوهونکي يې سوځولي دي.
خو سانت جی سوريا بيا تر نورو ټولو توپوهونکو په يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې ډېر ځله په صفر هم سوځېدلی دی. ښايي هغه له دې امله په صفر ډېر سوځېدلی وي، چې هغه به توپوهنې ته په همدې فکر راوتلو، چې ستر شاټونه به وهي او ډېرې منډې به جوړوي.شاهد اپريدي (۳۰)شاهد اپريدی د پاکستان يو له چټکو توپوهونکو څخه و. هغه چې به کله هم د توپوهنې لپاره مېدان ته راکوزېده، نو خلک به يې د اوږدو شپږيزو په تمه و، هغه نه يوازې دا چې ښه توپوهنه ترسره کوله، بلکې د توپ اچونې په برخه کې يې هم ښه وړتيا درلوده.د چټکې توپوهنې له امله شاهد اپريدی په يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې د ډېرو شپږيزو ريکارډ هم لري، چې دغه ريکارډ تراوسه پورې چا نه دی مات کړی. هغه په يو ورځنيو سياليو کې ۳۵۱ شپږيزې وهلي دي، چې اوس کريس ګيل ۳۳۱ شپږيزې وهلي دي او که چېرته خپلې لوبې ته دوام ورکړي نو ښايي دغه ريکارډ مات کړي.شاهد اپريدي د پاکستان لپاره ۳۹۸ لوبې ترسره کړي دي او د ۲۳.۵۸ په اوسط يې ۸۰۶۴ منډې ترلاسه کړي دي، همدا راز ۶ سليزې او ۳۹ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.
د پاکستانۍ لوبډلې دغه الراونډر په يو ورځنيو سياليو کې ۳۰ ځله په صفر هم سوځېدلی دی او له مېدانه بهر شوی دی. هغه نه یوازې دا چې د اوږدو شپږيزو لپاره مشهور و، بلکې په صفر د سوځېدو لپاره هم مشهور توپوهونکی و.
وسيم اکرم (۲۸)د (سلطان اف سوينګ) په نوم مشهور پاکستانی چټک توپ اچونکی وسیم اکرم هم يو له ښو لوبغاړو څخه تېر شوی دی. هغه د توپوهونکو لپاره يو له خطرناکو توپ اچونکو څخه و چې هر چا ته يې لوبول اسانه نه و.نوموړی د پاکستان لپاره په ۳۵۶ لوبو کې لوبېدلی دی او د ۱۶.۵۲ په اوسط سره يې ۳۷۱۷ منډې ترلاسه کړي دي، همدا راز ۶ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.هغه د توپوهنې وړتيا هم درلوده او همدا لامل دی چې په دغه ليسټ کې يې نوم راغلی دی. هغه په ۲۸۰ پاڼيو کې ۲۸ ځله په صفر سوځېدلی دی او دریم توپوهونکی دی چې دغه ريکارډ په خپل نوم لري.
مهيلا جی وردنی (۲۸)د سريلانکا لوبغاړی مهيلا جی وردنی د توپوهنې په برخه کې يو له باوري او وړتيا لرونکو توپوهونکو څخه و چې تل يې د سريلانکا لوبډلې لپاره سترې لاسته راوړنې درلودې. هغه د کمار سنګاکارا سره په ګډه د سريلانکا لوبډلې د توپوهنې برخه ډېره قوي کړې وه.نوموړي ۴۴۸ لوبو کې ګډون کړی او د ۳۳.۳۸ په اوسط سره يې ۱۲۶۵۰ منډې ترلاسه کړي دي، چې ۱۹ سليزې او ۷۷ پنځوسيزې يې هم وهلي دي. نوموړی د سريلانکا دريم توپوهونکی دی چې د خپل هېواد لپاره يې په يو ورځنيو سياليو کې ډېرې منډې ترلاسه کړي دي.مهيلا جی وردنی چې د توپوهنې په برخه کې تل ښه ځلېدلی دی، خو بيا هم په ۴۱۸ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې ۲۸ ځل په صفر سوځېدلی دی.لاسيت ملينګا (۲۶)د سريلانکا بل مخکښ او چټک توپ اچونکی لاسيت ملينګا دی، چې ډېر ځل په صفر سوځېدلی دی. هغه نه يوازې دا چې ښه توپ اچونه ترسره کړې ده، بلکې يوازينی توپ اچونکی دی چې په نړیوال جامونو کې يې هم دوه ځلې هېټريک ترسره کړی دی او همدا راز په يو ورځنيو سياليو کې يې هم درې ځلې هېټريک په خپل نوم کړی.
که څه هم نوموړی د لوبې په وروستيو کې توپوهنې ته راوتلی دی، خو په دغه ليسټ کې يې هم ځان شامل کړی دی چې ډېر ځله په صفر سوځېدلی دی. هغه ۲۶ ځله په صفر سوځېدلی او په دغه ليسټ کې پنځم توپوهونکی دی. هغه اوس هم د سريلانکا لوبډلې لپاره لوبېږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې