دلوبغاړو په اړه

سريلانکايی پخوانی کريکټر کمار سنګکارا قرنطين شوه

د سريلانکا کريکټ ملي لوبډلي پخواني ويکټ ساتونکي توپوهونکي ويلي چې د سريلانکا د حکومت د پاليسۍ سره سم يې ځان قرنطين کړی.

سنګکارا د نيوز فړسټ سره په مرکه کې ويلي چې اروپا کې اوس د کرونا ويروس ډير په چټکۍ مخ پر خپريدو دی په همدې خاطر د اروپا څخه تر راتګ وروسته ځان قرنطينوم.

سنګکارا وايي يوه اونۍ وړاندې د انګلستان څخه سريلانکا ته راغلم او هلته مې د مارچ د لومړۍ څخه تر ۱۵مې ڼيټې پورې وخت تير کړ.

د سريلانکا په هيواد کې تر يکشنبې ورځې د کرونا ويروس ۷۸ پيښې ثبت شوي چې لا يې هم شمير په ډيريدو دی.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې