افغانستان کریکټ

روهېت شرما د ICC له ټوېټ څخه خوښ نه دی

د هندوستان د کریکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهوونکی روهېت شرما د کریکټ نړیوالې شورا یا آي سي سي له ټوېټ څخه خوښ نه دی. د کریکټ نړیوالې شورا یو ټوېټ کړی دی چې په ځواب کې ورته روهېت شرما داسې لیکلې دي:

“څوک دلته ورک دی؟” زه فکر کوم له کور څخه کار کول اسانه ندي.”

روهېت شرما په داسې مهال د آي سي سي له یاد ټوېټ څخه نا خوښې څرګنده کړه چې د کریکټ نړیوالې شورا (آي سي سي) یوه نظر پوښتنه کړې ده او په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ یې لیکلې دي:

“کوم توپ وهوونکی په تېر او اوس وخت کې، ښه توپ وهنه ترسره کوي.؟” چې په دې پوښتنه کې د روهېت شرما نوم نه وه څرګند شوی چې له همدې کبله د دې پوښتنې په ځواب کې روهېت شرما ورته لیکلې وه چې څوګ دلته ورک دی. د نوموړي یاده جمله (څوګ دلته ورک دی؟) چې موخه یې ور څخه اي سي سي ته اشاره وه او خپل ځان څرګندول ول وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې