لیګونهنړیوال کریکټ

د پاکستان سوپر لیګ دوه نېمه پای لوبې به په نومبر کې ترسره کیږي

د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د پاکستان
PSL
سوپر لیګ دوه نېمه پاې لوبې او فاینل لوبه به د نومبر په میاشت کې تر سره شي.پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې د نومبر په میاشت کې د خپلو لوبو لپاره زمینه برابره کړې.د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس وسیم خان ویلي (( مونږ د مالکانو سره خبرې کړې او هغوۍ سره مو په روان وضیعت خبرې وکړې.تر اوسه د ملتان سلطان لوبډله د جدول په سر کې قرار لري او ډېرې نمرې یې ترلاسه کړې.

داسي اټکل هم کیدلی شي چې ملتان لوبډله دې د پنځم فصل ګټونکې لوبډله اعلان شي.بورډ له مالي زیان سره مخ دی دوی وایي مونږ د سیالیو په نه بشپړیدو کې ۲۰۰ میلونه تاوان کړې.همدا شان وسیم خان زیاتوي مونږ دبنګله دیش د سیریز په ځنډولو کې هم زیات زیان لیدلی.کرونا ویروس چې په ټوله نړۍ کې یې ګڼې بهرنۍ او کورنۍ ورزشي سیالۍ لغوه اعلان کړې لاهم د ټولې نړۍ لپاره غټ د خطر زنګ دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې