
د هندوستان پولیسو په کالیان کې اته تنه د کرکټ په لوبه نیولي
د هندوستان هیواد لومړي وزیر نیریندرا مودي خبر ورکړې و چې د مارچ په ۲۲ نېټه باید هیڅ څوګ له کور څخه بیرون ونه ووځي او ټول خلک په کور کې دننه پاتې شي.اوس تازه په یو راپور کې راغلي چې د هندوستان په مهارشترا ایالت کې ۸ تنه د کرکټ په لوبو لیدل شوې چې د لوبې پر جریان پولیسو لیدلي او له ځان سره یې وړي دي.د هند لومړي وزیر پرېکړه کړې وه چې د یکشنبې په ورځ د ورځي د ۷ څخه دماښام تر ۹ بجو باید هیڅ کوم کس دباندې ونه لیدل شي.د دې پرېکړې بر خلاف ځنې کسانو په مهارشترا ایالت کې د کرکټ لوبه ترسره کوله چې دغه ډول کړنه غیري قانونې وه او د زیاتو خلکو غوصه یې راپارولي ده.

پولیسو تاید کړې چې دغه کسان یې ماسپښين مهال د کالا تالو په میدان کې د کرکټ په لوبه لیدلي.د دې میاشتې په پيل کې هندوستان، استرالیا، افریقا، انګلستان بنګله دیش او پاکستان هیوا د خپلې سیالۍ د دې امله لغوه اعلان کړې چې د کرونا ویروس پيښې په ځنې هیوادونو کې ثبت شوې وي.د هند د مهاراشترا ایالت د کرکټ بورډ رییس لا تر اوسه په اړونده موضوع څه ندې ویلي.