دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د فاروق احمد پرځای عبدالرزاق ته د بنګله دیشي بورډ وړاندیز

د بنګله دیش کرکټ بورډ له عبد الرزاق څخه هيله ښودلي چې د هغه چوکۍ لپاره ځان کاندید کړې له کومې چوکۍ څخه چې فاروق احمد استعفا کړې. ۳۷ کلن رزاق له هم د بنګله دیش په یو کورني لیګ کې لوبیږي.هغه خپله وروستۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸ م کال کې ترسره کړه.د بنګله دیش په کرکټ بورډ کې د انتخاب کوونکو یوه څوکۍ وروسته له هغې خالې کیږي کله چې فاروق له خپلې دندې استعفا وکړه.بنګله دیش کرکټ بورډ له رزاق څخه غوښتې چې یادې څوکۍ ته راشي ځکه نوموړی یې وړ شخص دی.

په دې اړه د بنګله دیش لوبغاړي عبدالرزاق ویلي زه له بورډ څخه لږ وخت غواړم چې خپل تصمیم باید ونیسم.اوس زه په یو لیګ کې لوبیږم چې د کرونا ویروس له امله ځنډیدلی دی.کله چې دا پای ته ورسید نو زه به بورډ ته خبردارې ورکړم.زه باید د بادې دندې لپاره کرکټ پريږدم چې دا زما لپاره دېره سخته پرېکړه ده.کله چې کوم کس پرېکړه کوي نو بیا پوره فکر پکې وکړې ترڅو وروسته پښيمانه نشي.د دغي بست لپاره شهریار نفیس،او منجورال حسین هم خپل نومونه ثبت کړې و خو د بنګله دیش کرکټ بورډ ورسره ونه منله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې