نړیوال کریکټولایتي سیالۍ

جیسن ګیلسپي ویلي ټول خلک باید په کور پاتې شي

دا چې د انګلستان په هیواد کې دمای تر ۲۸ نېټې پورې هر ډول کورنی او بهرنی کرکټ منع شوې نو جیسن ګیلسپي هم له انګلستان څخه استرالیا ته سفر وکړ.جیسن ویلي((دا زما لپاره ډېره غوره خبره ده چې زه بیرته خپل کورته راستون شوم.زه باید څو اونۍ په کور کې پاتې شم ځکه په ټوله نړۍ کې پر دې پابندې ده چې بهر دې څوګ نه ګرځي.زه له ټولو خلکو څخه غوښتنه کوم چې په کور کې پاتې شي دا زمونږ لپاره یوازیني انتخاب دی.

جیسن د سسیکس سي سي دلوبډلې مشر روزونکی دی.ګیلسپي د سسیکس کاؤنټۍ کرکټ کلب ستاینه وکړه چې مونږ او لوبغاړو ته پاملرنه کوي.جیسن د استرالیا هیواد اوسیدونکی د استرالیا کرکټ ملي لوبډله کې ډېر وخت پخوا لیدل شوې و نوموړی د استرالیا په لوبډله کې یو چټک بالرو چې څو کاله وړاندې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړې و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې