دلوبغاړو په اړه

په شل اوریزو لوبو کې افغان لوبغاړو یوازې دوه سلیزې واهلي دي

په افغانستان کې کرکټ ډېره پراختیا پیدا کړه چې نړیوال تر اوسه ورته ګوته په غاښ دي دوی چې کله د افغان لوبډلې لوبې ګوري یوازې حیران پاتې کېږي.

تاسو به په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ ډېرئ لوبغاړو سلیزې لیدلي وي ختماً به تاسو هم خوند ځینې اخیستی وي.

افغان لوبغاړي که څه هم د شل اوریزو لوبو پوره پوره او بشپړ صلاحیت لري خو لا نور کار ته هم دوی اړتیا لري تر څو له دې هم زیات طاقت او زور کې شي.

تر اوسه افغان لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي سلیزې لري چې پخپل خاطرناک اننګز کې یې د مخالفو لوبډلو خلاف جوړې کړي دي.

لومړۍ محمد شهزاد محمدي په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره په یوه لوبه کې (۱۱۸) منډې جوړې کړې او سلیزه یې د افغانستان کرکټ په تاریخ کې ثبت کړي ده.

دوهم افغان بې راحمه شهکار لوبغاړی حضرت الله ځاځي دی ځاځي په یوه لوبه کې چې اپننګ لپاره د عثمان غني سره یو ځای راغلی وه پکې حضرت الله ځاځي(۱۶۲) منډې په شل اوریزه لوبه کې جوړې کړې  او د افغانستان لپاره دوهمه سلیزه جوړه کړه.

په راتلونکو سیالیو او لوبو کې تاسو چاته ډېره تمه لرئ چې د افغانستان لپاره به سلیزې جوړې کړي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې