دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سویلي افریقا لوبډلې ته د خطر زنګ

د سویلي افریقا هیواد کرکټ لوبډله چې څو ورځي وړاندې هندوستان ته د سیالیو لپاره په سفر ورغلې وه لومړی سیالي یې د باران له امله وځنډیدله بیا د د واړو لوبډلو سیریز د کرونا ویروس له امله لغوه اعلان شو.اوس تازه د ټایمزاف انډیا په حواله راپور کې راغلي. په کوم هوټل کې چې د سویلي افریقا لوبډله پاتې شوې وه هلته د هندوستان مشهوره سندرغاړې (کانیکا کپور) هم میشته وه.ځنې سرچینو ویلي چې کانیکا د کوم افریقا لوبغاړي سره له نیږدې هم لیدلي. د کانیکا کپور د ټیسټ وروسته هغه د کرونا پر ویروس اخته لیدل شوې او د ټیسټ پایلي یې د معایناتو وروسته مثبتي بلل شوې دي.کانیکا د انګلستان هیواد څخه راستنه شوې او د لکنو په یو هوټل کې چیرته چې د افریقا لوبډله وه هلته یې د پاتې کیدو هيله څرګنده کړې وه.

د
CCTV footage
یو افسر له سکین وروسته د کانیکا پایلي مثبتې اعلان کړې او هغه یې د کرونا پر ویروس اخته وبلله.راپورنه وایي کانیکا په هوټل کې د خوړلو وروسته د ځنې مشخصو مېلمنو سره هم لیدلي.اوس شک دی چې د سویلي افریقا کرکټ کوم لوبغاړي به د کانیکا سره له نیږدي لیدلي وي نو دا خبر چې کانیکا په کرونا ویروس اخته ده د سویلي افریقا لوبډلې لپاره یاد خبر زړه بدونکی دی.یاده دې وي چې لا تراوسه پورې د کرکټ د نړۍ څخه الکیس هيلز،او مجید حق پر دغه ویروس ککړ شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې