نړیوال کریکټ

سریلانکا د کورنې کریکټ ټولې سیالۍ وځنډولې

د سریلانکا کریکټ بورډ د کورونا ویروس په پایله کې پرېکړه کړې ده، چې ټولې کورنۍ سیالۍ تر نا معلومې نیټې پورې وځنډوې. په دې وروستیو کې د کورونا وژونکي ویروس د تباهۍ له کبله د سریلانکا او انګلېنډ ترمنځ دوه ټېسټ سیالۍ هم وځنډول شوي.

ټاکل شوي وه چې په روانه مارچ میاشت کې سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې انګلېنډ ته د دوه ټېسټ لوبو لپاره سفر ترسره کړی وای، چې وروسته سریلانکا کریکټ بورډ د کورونا ویروس د مثبتې پیښو لړۍ ولیدله او له انګلینډۍ لوبډلې سره یې یادې دوه ټېسټ لوبې وځنډولې.

اوس تازه د سریلانکا کریکټ بورډ مشر ګوټابیا راجپاکسا د یاد وژونکي ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ټولې کورنۍ سیالۍ وځنډولې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې