دلوبغاړو په اړه

راشد خان وایي ژوند يو ځل دى، ښه يې تېر کړئ

د افغانستان د ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې ژوند يو ځل دى نو ښه يې تېر کړئ او که مو ښه تېر کړ، نو يو ځل ژوند هم پوره دى.

راشد خان چې د افغانستان يو له نامتو او تجربه کاره توپ اچونکو څخه دى، هغه تازه په خپل ټويټر کې له يو انځور سره ليکلي دي، چې ژوند يو ځل دى، خو که يو ځل مو ښه ژوند وکړ، نو دا يو ځل ژوند هم پوره دى.

نوموړي يوه لنډه ويډيو هم په خپل ټويټر اکاونټ کې خپره کړې ده، چې د رباب او منګي ښکلې موسيقۍ پکې غږېږي او راشد خان ناست دى ځان ته سيخ کباب پخوي.

داسې ښکاري چې د کرکټ د ټولو سياليو تر لغوه کېدو وروسته نوموړى کوم ځاى ته په چکر تللى دى، ځکه له ملي لوبډلې سره هغه بېرته هېواد ته نه و راستون شوى او په هند کې پاتې شوى و، خو دا نه معلومېږي چې نوموړى اوس چېرته دى.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې