نړیوال کریکټ

د بنګله دېش او ایرلنډ ترمنځ د مۍ میاشتې سفر وځنډول شو

د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې د ې اېس فېن کرېک انفو له قوله لیکلې دي، چې د بنګله دېش او ایرلنډ ترمنځ د مۍ میاشتې سفر تر نامعلومې نیټې پورې د کورونا ویروس له امله وځنډول شو. ټاکل شوي وه چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ په بیلفاسټ کې د ملکي خدماتو د کریکټ په کلب کې په دریو یو ورځینو او څلورو شل اورېزو سیالیو کې یو له بل سره مخ شوی وایي، چې اوس یادې سیالۍ وځنډول شوي.

دغه سیالۍ چې ټاکل شوي وي په ایرلنډ کې ترسره شوی وایي، خو بل لوري ته د کورونا وژونکي ویروس پیښې په ایرلنډ هېواد کې هم ثبت شوي دي، چې له کبله یې اوس د ایرلنډۍ لوبډلې پر سیریزونو باندې هم منفې اغېزه څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د بنګله دېشۍ لوبډلې سیریز له پاکستانۍ لوبډلې سره هم ځنډول شوي دی. هېره دې نه وې، چې بنګلو ډهاکه پریمیر لیګ (DPL) نومي ۵۰ اورېز ټورنامنټ هم وځنډول شو. په ورته وخت کې د بنګله دېش د کریکټ بورډ عمومي مشر نجم الحسن پاپون وویل، چې تر هغه وخته چې کورونا ویروس وضعیت ښه نه شي په هېواد کې کریکټ وځنډول شو.

د نړیوالو سیالیو په مینځ کې، د نیوزیلینډ سفر د آسټرالیا پر وړاندې. او د سوېلي افریقا سفر د هند پر وړاندې ځنډول شوی. او د پاکستان سوپر لیګ یو څو سیالۍ تر تړلو دروازو ترشا ترسره شوي چې وروسته یاد لیګ پاتې سیمې فاینل او پایلوبه هم وځنډول شوه. همدغه راز د هند غوره لیګ د مارچ له ۲۹ مې نیټې څخه د اپریل ۱۵ مې نیټې پورې وځنډول شو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې