دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بابراغظم به د نړۍ تیر ریکارډونه مات کړې کنه؟

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې بهترینه لوبغاړی بابر اغظم چې په نړیواله درجه بندۍ کې د
icc
سره په لومړي مقام کې ځای لري ایا د نړۍ هغه د کرکټ ریکارډونه به مات کړې چې بنیاد یې د مختلفو هیوادونو لوبغاړو ایښی.لومړی ریکارډ چې په نړیواله کچه په شل اوریزه لوبه کې ايښودل شوې هغه د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره (ایرون فینچ) کيښود.نوموړي د زیمبابوې خلاف په ۷۶ توپونو ۱۷۲ منډې ترلاسه کړې.دا په سر کې د بابر لپاره لومړني چیلینج دی چې د فینچ ریکارډ باید مات کړي.دوهم ریکارډ بیا د روهیت شرما، او د ډيویډ مېلر،لخوا کیښودل شو مېلر په ۳۵ توپونو چټکې منډې وکړې همدا شان بیا روهیت شرما د سریلانکا خلاف په یوه سیالۍ کې ډېرې تیزې منډې وکړي.دریم د بابر لپاره به د هندي یوراج سینګ د شپږ شپږیزو ریکارډ ماتول هم څه اسانه خبره نه وي.

یوراج د انګلستاني سټورټ براډ خلاف په یو اور کې شپږ شپږیزې ترلاسه کړي.څلورم بابر باید د افغان کیڼ لاسي توپ وهونکې حضرت الله ځاځي د ډېرو شپږیزو ریکارډ هم مات کړي.ځاځي د ایرلېنډ خلاف په یوه سیالۍ کې ۱۶ شپيږیزې ترلاسه کړې چې د ډېرو لپاره د حیرانتیا خبره ده.بابر اغظم باید د ګلېن مکسویل ریکارډونه هم مات کړي ځکه مکسوېل په شل اوریزه لوبو کې یو څه ایوریج لري.د پاکستان هیواد دغه بهترینه توپ وهونکی چانس لري ترڅو د څه وخت لپاره په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام د ډېر وخت لپاره د ځان سره وساتي.خو تیر ریکارډونه چې جوړ شوې ماتول به یې ورته ډېره اسانه خبره نه وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې