دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اظهر محمود ویلي شاهین په اوسني وخت کې تر ټول مخکښ بالر دی

د پاکستان هیواد پخواني لوبغاړي اظهر محمود د ځوان ۱۹ کلن چټک بالر شاهین افریدي په اړه داسي ویلي.شاهین له هغې وخت راهیسي چې ملي لوبډلې ته راستون شوې ډېر تغیر یې په توپ اچونه کې لیدل کیږي.هغه اوس د نړۍ په ۱۹ کلن لوبغاړو کې ترټولو مهم او کلیدي لوبغاړی دی.شاهین لاهم ځوان دی او اوږد کرکټ ته ضرورت لري.د ټيم مدیرت باید شاهین ته زیاته پاملرنه وکړي.هغه به د کرکټ په تاریخ کې د پاکستان لپاره یو شانداره توپ اچونکی ثابت شي.ما له اوله راهیسي ویلي و چې شاهین یو په زړه پورې بالر دی او زه ډېر خوشاله یم چې زما نظر سم ثابت شو

.زه احساس کوم چې هغه یو ځانګړی بالر دی.مونږ ته پکار ده چې د هغه ساتنه وکړو خو د دې نه هم مهمه دا ده چې هغه د خپل ځان ډېره ساتنه وکړي.شاهین شاه افریدی له ۱۹ کلنې لوبډلې ملي لوبډلې ته راستون شو چې اوس په نړیواله کچه شهرت لرونکی بالر دی وبه ګورو چې پاکستان کرکټ بورډ نوموړي ته په مسلسلو سیالیو کې چانس ورکوي کنه؟. شاهین په
PSL
لیګ کې بهترینه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه چې یو ځل بيا یې د پاکستانیانو پام ځان ته راواړوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې