لیګونه

پي سي بي: مونږ به له پاکستان سوپر لیګ څخه ګټه ترلاسه کړو

د پاکستان سوپر لیګ چې د فبرورۍ په میاشت کې د شپږو پیاړو لوبډلو په ګډون پیل شوی وه او زیات شمېر پیاوړي بهرنې لوبغاړو دغه لیګ کې ګډون کړی وه چې چا د روزونکي دنده پرمخ وړلی او چا به د خپلو لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کولي. خو دا لیګ وځنډول شو.

د یاد لیګ ځنډیدو لامل یواځې د کورونا وژونکي ویروس خطر وه، چې پاکستان کې یې هم یو شمېر منفې پیښې ثبت شوي دي. چې له کبله یې د پاکستان سوپر لیګ سیمې فاینل او پایلوبه وځنډول شوه.

په ورته وخت کې بیا د پاکستان کریکټ بورډ (PCB) وایي، چې د پاکستان سوپر لیګ (PSL) پنځم پړاو څخه به د نورو پړاونو په پرتله زیاته ګټه ترلاسه کړي، یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط (پي ټي اي) ته داسې وویل:

“مونږ به د نورو پړاونو په پرتله زیات عاید ترلاسه کړو، ځکه چې ډیری سیالۍ له دې وړاندې په (متحده عربي اماراتو) کې ترسره کیدلې چیرې چې مونږ لږ شمېر عاید لاسته راوړل او سوداګریزې چارې هم ډیرې پیاوړې نه وې.”

یادې سرچینې د تړلو دروازو ترشا سیالۍ ترسره کول زیان وباله، او داسې یې وویل:

“زیان به د څلورو سیالیو څخه وي، چې په لاهور او کراچۍ کې د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي، مګر د دروازو څخه عاید ترلاسه کول د هغې ګټې په پرتله خورا کم دي چې مونږ به یې د سوداګرېزو سپانسر شپ، او نشراتې معاملاتو څخه ترلاسه کړو.”

د یادونې وړ ده چې پاکستان کریکټ بورډ په لاهور کې خپل دفترونه او ملي اکاډمۍ وتړلې او د کورونا ویروس د خپریدو له امله یې روزونکي په رخصتۍ خوشې کړل.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې