دلوبغاړو په اړه

په شل اوریزو لوبو کې زیاتې ویکټې اخیستونکي!

د کرکټ نړۍ ته ډېر راغلل او ډېر لاړل چا کارنامې پریښودې او چا نا! چا د خپلو مټو زور وښود او ډېر بیا په دې کار بریالي نشول.

له دغې جملې به تاسو سریلنکا خطرناک بالر لاسېت ملینګا، د پاکستان کرکټ پخوانی کپټان شاهد افریدي، د بنګلادیش پیاوړی لوبغاړی شکېب الحسن، افغان ګوګلي راشد خان ارمان، او د پاکستان عمرګل پېژنۍ دوی د خپل بالینګ او مټو په زور د نړۍ په ځای کې مینوال لري.

په شل اوریزو لوبو کې ډېرې ویکټې لاسیت ملینګا (۱۰۷) ویکټې اخیستي چې لومړی مقام له ځان سره لري.
دوهم شاهد افریدي دی افریدي (۹۸) ویکټې اخیستي دي.
شکېب الحسن دریم ځای له ځان سره لري ټولې یې (۹۲) ویکټې تر لاسه کړي دي.
راشد خان ارمان تر اوسه (۹۰) ویکټو اخیستو بریالی شوی دی څلورم ځای کې شتون لري.
پنځم او وروستۍ پاکستانی عمرګل له ځان سره لري ټولې (۸۵) ویکټې اخیستي دي.

اوس تاسو راته ووایئ چې ستاسو د خوښې لوبغاړی څوک دی؟

لیکنه حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې