نړیوال کریکټ

وقار یونس: ټاکل شوي هدفونه ترلاسه نه کړم نو استعفا به ورکړم

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې بالېنګ روزونکی وقار یونس وایي، که چیرې پاکستانۍ لوبډله کې خپل ټاکلې هدفونه ترلاسه نه کړي نو نوموړی چمتو دی چې له پاکستانۍ لوبډلې سره خپله دنده پایته ورسوې. دغه ۴۸ کلن روزونکي د کریکبز یوټیوب چینل سره په خبرو کې وویل، چې له یو کال وروسته به خپل پلان باندې نظر واچوې او وبه وګوري چې خپل اهدفو ته رسیدلی او که نه؟

هغه کریکبز ته په خبرو کې داسې وویل:

“دا داسې نده چې زه دې درې کلن تړون ولرم زه په خپل ذهن کې ځینې اهداف لرم او زه غواړم چې د ځوانو توپ اچوونکو سره مرسته وکړم.”

هغه همدغه راز پاکستانۍ لوبډله کې د تېز توپ اچوونکو په شتون هم وغږید او وویل:

مونږ ځینې په زړه پوري توپ اچوونکي لرو لکه: شاهین شاه، نسیم شاه، محمد حسنین په څېر، او مونږ لا ډېرو استعدادونو ته ګورو دا د دې معنا نه ده چې زه به هغه هغه کسان له پامه وغورځم چې چا په کورني کریکټ کې ښه فعالیت کړی و.”

وقار یونس په خپله دنده کې خورا زیاته تجربه لري او کولی شې چې پاکستانۍ لوبډلې سره د بالینګ روزونکي په برخه کې بریالۍ دنده ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې