دلوبغاړو په اړه

مارک سټونس: هغه لوبغاړي چې په هندې لوبډله کې نه لوبېږي له ما څخه تکړه دي

په نړیوالو کریکټ لوبډلو کې یوه پیاوړي لوبډله د هند ده، چې په اوسني وخت کې اوس خورا غټو پیاړو لوبډلو ته د ستونزو لامل ګرځیدلې ده او څوګ ترې په اسانۍ بریا نه شي ترلاسه کولی هند لوبډله په ټېسټ کریکټ کې یوه مخکښه لوبډله ده. اوس د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړي هم د هندۍ لوبډلې لوبغاړو په اړه خپل نظر څرګند کړ.

سټونس د داسې وویل:

“هند په نړۍ کې تر ټولو پیاوړي لوبډله ده، هغه لوبغاړي چې په هندۍ لوبډله کې نه لوبېږي هغوی له ما څخه تکړه دي.”

هند په ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال کې اسټرالیا ته سفر کړې وه، چې د یاد سفر په ترڅ کې هندۍ لوبډله لومړۍ اسیایي لوبډله شوه چې د اسټرالیا په خاوره یې اسټرالیا ته ماته ورکړه. سټونس وویل په هند کې په ځانګړي توګه اي پي ایل سیالیو په جریان کې ښه احساس کوي.

د هند او سوېلي افریقا ترمنځ سیریز د کورونا وبا له امله وځنډول شو. چې له دې څرګندېږي وبا په سپورټ لوبو هم منفې اغېز کړی دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې