افغانستان کریکټ

د پنځه اسیا یې هيوادونو دکرکټ او حکومت راپور د کرونا په اړه

کرونا ویروس چې په نړۍ کې یې ګډوډې رامنځ ته کړې او دنورو ورځنیو کارونو ترڅنګ یې سپورټ ته هم صدمه رسولي.د کرکټ د نړۍ مشهوره ویب پاڼې کریک بز پرې یوراپور لیکلي.افغانان د هرډول درد او تکلیف سره مبارزه کوي او تر ټولې نړۍ غښتلې خلک دې.د راپور پر حواله راځي.افغانستان یو جنګ ځپلی هيواد دی او ډېر کله پکې د سولې خبرې ښکته پورته کیږي.دوی باندې د کرونا ویروس هغه وخت تاثیر وغورځوه کله چې خوارکې توکې په لوړو بیو شو.د دې ترڅنګ افغانستان لا تراوسه پورې د کرونا ویروس څخه د نور هيوادونو په نسبت ښه لیدل کیږي ځکه ډېرې د مړینې پيښښې پکې ندې ثبت شوې.د افغانستان هرات ولایت د ګاونډې ایران سره ګډه پوله لري نو د افغانستان خلک له دې هیواد څخه زیانمن شوې دي.د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په صادرولو سره د ورزش په ډګر کې هر ډول لوبې د نامعلوم وخت له امله وځنډیدلي.د اسیا دوهم هیواد بنګله دیش چې د کرونا ویروس ۱۷ مثبتې پيښې پکې ثبت شوې چې یوه مړینه هم لرې.د بنګله دیش کرکټ بورډ د کرونا د ویروس له امله خپلې سیالۍ د پاکستان هیواد سره لغوه اعلان کړې. دبنګله دیش حکومت باید د ملت د پلار شیخ مجیب الرحمن د سلمې کلېزې د لمانځلو پلانونه بدل کړې.د ده ترڅنګ بنګله دیش هیواد د اسیا ایلون او د نړۍ ایلون د دوه شل اوریزه سیالیو کوربتوب په غاړه لري.خو بنګله دیش کرکټ بورډ بیا اعلان کړې چې د راتلونکې درې میاشتو لپاره به کومه سیالۍ ترسره نه کړې.دریم د اسیا یی هیواد هندوستان دی په هندوستان کې تر اوسه پورې ۲۰۰مثبتې پيښې ثبت شوې چې پرون د هندوستان لومړي وزیر نیریندرا مودي اعلان وکړ چې هیواد والو ته به هیڅ ډول مشکل نه وي او څه چې ضرورت وي ورته به په خپل وخت رسیږي.د ده ترڅنګ به د مارچ ۲۲ نېټه په ټول هندوستان کې ارامه ارامي وي ځکه هیڅ کوم کس ته اجازه نشته چې له کوره بهر راووځي.د هندوستان تر ټولو ستر تجارتي لیګ آی پي ایل هم د کرونا ویروس له امله له ټاکلې وخت څخه ډېر وروسته شوې او لا یې هم دقیقه نېټه نده معلومه چې پر دغې کال کې به ترسره شي کنه؟

په هند کې هر ډول غونډه د تګ راتګ هغه ځایونه چې خلک پکې ډېر ترسترګو کیدل بند شوې دي.څلورم بیا د پاکستان هیواد چې تراوسه پکې دکرونا ویروس ۴۰۰ مثبتې پيښې ثبت شوې چې تر ډېره یې په بلوچستان ایلات کې دې.کرونا د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو نېمه پای لوبې وروسته له هغې وځنډولي چې کله د انګلستاني الیکس هیلز ټیسټ مثبت راووت.د پاکستان کرکټ بورډ په یو بیان کې ویلي چې دغه دوه نېمه پای لوبې به د نړیوال شل اوریزه جام وروسته ترسره شي.دا په نیږدې یوه لسیزه کې لومړی وار و چې دپاکستان ټول سوپر لیګ دننه په پاکستان هیواد کې ترسره کیده.پنځم بیا د سریلانکا هیواد دی چې دلته هم زیاتې مثبتې پيښې ثبت شوې د سریلانکا هیواد د ولسمشرۍ ټاکنې دغي ویروس د نا معلوم وخت له امله ځنډولي دي.په دغې هیواد کې هر ډول ورزشي سیالۍ د نامعلوم وخت له امله ځنډیدلي دي.د سریلانکا لومړي وزیر مهندا راجاپاکسا ویلي.تاسو باید له خپل زغم څخه کار واخلۍ او په راتلونکې کې د خپل ذهن څخه پوره کار واخلۍ ترڅو ستونزې لا پسې جدې نشي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې