دلوبغاړو په اړه

د مجيد حق د کورونا ویروس ټېسټ مثبت نومول شوی

د سکاټلېنډ کریکټ ملي لوبډلې پخواني افسانوې لوبغاړي مجید حق خبر ورکړ، چې د نوموړي د کورونا ویروس ټېسټ مثبت ازمول شوی. هغه د خپل رسمي ټوېټر اکاونټ له لارې د یاد ټېسټ پایله څرګنده کړه او وویل چې ډېر ژر به روغ شې.

نوموړی ګالسکو په پایسلي سیمه کې د ریل الیګزانډرا په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. تر څو د یاد وژونکي ویروس څخه وژغورل شې.

هغه په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ داسې لیکلې دي:

“په پایسلي کې د روغتون کارکوونکي زما سره ښه وو او له هر هغه چا څخه مننه کوم چې ماته یې د ملاتړ پیغامونه را استولي دي.”

مجید حق د لوبو په اړه:

مجید حق د سکاټلېنډۍ لوبډلې لپاره ۵۴ یو ورځنۍ او ۲۱ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي. نوموړی ۲۰۱۵ نړیوال جام پرمهال اسټرالیا پر وړاندې ولوبېد او په یو ورځینو لوبو کې یې د ۶۰ ویکیټو په اخیستلو سره سکاټلېنډ لپاره مخکښ توپ اچوونکی ونومول شو. چې وروسته ۲۰۱۹ کال کې د هغه ریکارډ تیز بالر صفیان شریف لخوا ور مات شو.

که څه هم هغه خپله وروستۍ نړیواله لوبه پنځه کاله دمخه لوبولې، هغه په سکاټلېنډ کې په کورني کریکټ کې فعال دی. مجید حق دا مهال ۳۷ کلن دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې