
افغانستان کریکټ
د ایرلینډ او افغانستان کرکټ لوبډلو د لوبې پر وخت له هندي مینوالو اخیستل شوی انځور!
دې لوبې څخه څو اونۍ تیریږي خو تر اوسه هندي او هم په هیواد د ننه کرکټ مینوال ورته د ستاینې جملې لیکي.
هر کس ورته د مننې جملې لیکي کرکټ اوس وخت د ضد او کینې لوبه نا! بلکې د مینې او خوند څخه ډکه لوبه بلل کېږي.
دا انځور هغه وخت واخیستل شوه کله چې د افغانستان او ایرلینډ لوبه ښه ګرمه او په جوش و جذبې کې روانه وه.
په انځور کې د کرکټ مینوالو سره بینر لیدل کېږي چې د افغانستان او هندوستان بیراغونه پرې رسم کړی شوي او دې د دوه هیوادونه د په منځ کې زړه دی چې دا د افغانستان سره د هندي مینوالو د مینې ښکارندویي کوي.
لیکنه: حکیم الله افتاب