نړیوال کریکټ

دا ځل د کرکټ لوبغاړي زرګونه ډالر تاوان کوي

د هندوستان ای پي ایل لیګ چې بډایه او ستر مشهور د کرکټ لیګ دی لوبغاړي دې د لیګ د پیل لپاره ورځې او شپې شماري چې ژر تر ژره پیل شي دا لیګ کې د نورو هیوادونو په شان اسټرالیایي لوبغاړي هم شتون لري.

اسټرالیایي لوبغاړي خوشاله دي چې دې د لیګ ګډون کوونکي دي خو دا هر څه یې ورختم کیدونکي دي.

اوس اسټرالیا صدراعظم خبر ورکړی دی چې هېڅ اسټرالیایي لوبغاړي نشي کولای چې له هیواده بیرون لاړ شي داسې ښکاري چې د اسټرالیا (۱۵) لوبغاړي به په ای پي ایل لوبو کې ګډون ونه کړی شي.

ګلېن کسوېل، ډېویډ وارنر، اېرون فېنچ، کرېس ګرین، کریس لېن، واټسن، مېچل سټارک، مارکس سټاینېس، پټ کمېنس، الیکس کېري دا دې اسټرالیا پیاوړي لوبغاړي دي دې دوی نشتون به ای پي ایل بې خوند او بې رنګه کړي.

سکاټ مورېسن چې د اسټرالیا هیواد صدراعظم دی ویلي چې اسټرالیا کرکټ هېڅ کوم لوبغاړی نشي کولای چې نورو هیوادونو ته سفر وکړي او یا په نورو خارجي لوبو کې ولوبیږي.

دا پرېکړه وروسته تر هغې کېږي چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د خپریدا په حال کې دی.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې