دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

وېرات کوهلي د سیلفي اخیستو لپاره د انجلۍ غوښتنه رد کړه

د هند کریکټ نوموتي لوبډلمشر وېرات کوهلي په کریکټ کې یو چالاک او ځیرک لوبډلمشر دی، خو نوموړی داسې یوه ځانګړنه لري چې په لوبغالي کې یو ډول وي او له لوبغالي څخه بهر بیا بل ډول شخصیت وي. ډیری مینه وال غواړي چې له لوبډلمشر کوهلي سره انځورونه وباسي.خو دا ځل له وېرات کوهلي څخه د هغې ښځینه مینه والې د سیلفې انځورو اخیستو غوښتنه وکړه، چې په ځواب کې د لوبډلمشر کوهلي له لوري یاده غوښتنه رد شوه او له خپلې مینه والې سره یې د سیلفې اخیستو انکار وکړ.

د نوموړي دغه کړنه په ټولنېزو رسنیو کې خلکو مناسبه او ښه پرېکړه بللې ده، د ټولنیزې رسنۍ یو کارونکي داسې لیکلې دي: “په اوسنې شرایطو کې داسې پرېکړه ښه ده او لوبډلمشر کوهلي ښه پرېکړه کړې ده.” نورو ډیری وګړو هم پرې خپل مثبت نظرونه څرګند کړې دي.

له کوهلي څخه د سیلفې اخیستو غوښتنه په هوایي ډګر کې د یوې ښیځنه مینه والې له لوري شوي وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې