نړیوال کریکټ

هندي لوبغاړو د لومړي وزیر نیریندرا مودي ملاتړ وکړ

د هندوستان هیواد لومړي وزیر (نیریندرا مودي) د یو تلویزون سره په مرکه کې ويلي((ټوله نړۍ له جدي مرحلې څخه تیریږي،هر کله چې کوم بحران رامنځته کیږي نو یو مملکت نیسي یا ځنې خلک زیانمن کوي،خو کرونا وایروس ټوله نړۍ زیانمنه کړې،خو زه د هندوستان هیواد والو سره ژمنه کوم چې،د ژوند د هیڅ ډول امکاناتو څخه به محرومه نشي او څه ته چې ضرووت وي مونږ به لازم اقدامات وکړو.د دې خبرو وروسته د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په ټویټ کې خپل نظرونه داسي څرګند کړل.ویراټ لیکلي،د کرونا وایروس سره محتاط او اوښياره اووسئ،له ټولو ښاریانو مو هيله داده چې د هیوادوالو خوندیتوب په نظر کې ونیسي.

لکه څنګه چې زمونږ لومړي وزیر مودي ویلي.پخوانې راوې شسترې،لیکلي،راځئ چې د خپل لومړي وزیر سره یوځای شو،مونږ اړتیا لرو چې د ملت ته خدمت وکړو.بل هندي اف سپینر روي چندر اشوین لیکلي، بارو کوئ او کنه؟زمونږ نفوس په میلونونه دی نو باید د خبرولو لپاره یې مونږ ټول کار وکړو.دوی کې ډېر خلک معلوماتو ته لاس رسی لري.شکردهوان بیا لیکي چې زمونږ لومړي وزیر ویلي چې د مارچ ۲۲ باید ټول په کور کې دننه پاتې شو.نو پکارده چې خپل ځان خوندي وساتو.ریشب پنټ بیا لیکلي پر دې سختو ورځوکې باید مونږ خپله پاملرنه وکړو.د هندوستان ټولولوبغاړو په ټویټ کې یو بل ته ځواب ورکړی او هم یې د خپل لومړي وزیر مودي څخه په کلکه دفاع کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې