دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

رمیز راجا ویلي حیدر علي د ویراټ او بابر پڅېر بهترینه توپ وهونکی دی

د وخت مخکښ مبصر،رمیز راجا ویلي(( دپاکستان په سوپر لیګ کې ډېر ځوان توپ وهونکې ولیدل شو چې ځانګړی د بیټینګ انداز یې لردو.په دې کې یو هم ۱۹ کلن حیدر علي دی حیدر په تخنکې کرکټ کې په کم عمرۍ کې مشهوره لوبغاړی دی هغه په پنځم فصل کې ځان ثابت کړ چې راتلونکې کې د نړۍ بهترینه توپ اچونکې ننګولي شي.حیدر یو استعداد لرونکی لوبغاړی دی چې د توپ وهنې برخه یې جلا خوند لري.هغه باید په دریم پوزیشن میدان ته راشي او دا ورته ترټولوغوره ځای دی

.هغه د نړۍ دوه مخکښو لوبغاړو (ویراټ کوهلي)او (بابر اغظم) ته اشاره وکړه چې حیدر د دوی پڅېر د ښه ذهنیت او توپ وهنې خاوند دی.یو شي چې ډېر حیدر ته مهم دی نو هغه د نړیوال کرکټ زده کړه ده چې له پوره مهارت لرونکو لوبغاړو څخه یې باید وکړې.رمیز زیاتوې حیدر پوهاوې ته اړتیا لري چې څنګه هغه باید په پوره مورال اوږد اننګز ترسره کړې.یاده دې وي چې پنځم پړاود پاکستان سوپر لیګ د کرونا وایروس له امله ځنډیدلی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې