لیګونهنړیوال کریکټ

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر دې وخت کې باید آی پي ایل ترسره نشي

د هندوستان
IPL
لیګ شاید په روان کال کې بیخي ترسره نشي.ځکه شته مشکلات لوبغاړو ته دخطر زنګ دی.ټاکل شوې وه چې د هندوستان پريميرانډین لیګ د روانې مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه د چینای سوپر کینګر او د ممبې انډینز په لوبه سره پیل شي خو د کرونا وایروس له ویرې دغه لیګ د اپریل ۱۵ نېټې ته وروسته شو.

بیا د
BCCI
کمېټې ورته پنځه احتمالي نيټې وټاکلي خواوس د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي چې روان فصل دې وځنډیږي.د هندوستان د بهرینوچارو وزارت منشي، (ډیمو روي) ویلي مونږ له تنظیم کوونکو سره غږیدلي یو اوس وخت د لوبو نه دی تاسو ته پته ده چې په ټوله نړۍ کې د ورزشي لوبو بندیز دی.شاید راتلونکی آی پي ایل فصل نور هم وځنډیږي.اوس د هندوستان حکومت له تنظیم کونکو څخه غوښتي ترڅو د روانو شرایطو په پام کې نیولو سره دغه سیالۍ په لاره واچوي.په ټول هندوستان تر اوسه ۱۷۰ مثبتي پيښې ثبت شوې چې څلورو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې